د دوو ازبکستاني شرکتونو مسؤلینو د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره په لیدنه‌کې د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

MEW-Media
Tue, Sep 09 2025 12:37 PM
1

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده هم شتون درلود، له ازبکستان هېواد څخه د دوو پانګوالو شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه‌کې، د نوموړو شرکتونو مسؤلینو وویل، لېواله دي چې په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژي وزیر د دغې لېوالتیا د هر کلي ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره له هره پلوه زمینه چمتو شوې او د افغانستان اسلامي امارت هم په دې برخه کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړې دي.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، چې د همکاریو بهیر د چټکتیا لپاره غوره ده چې ډېر ژر د وزارت او نوموړو شرکتونو د تخنیکي مسؤلینو ترمنځ تخنیکي ناستې ترسره شي، ترڅو تر اړینو همکاریو وروسته د هوکړه لیک  لاسلیکولو او عملي اقداماتو پړاوونه پيل شي.

User account menu