د سرپل ولایت استازي سره لیدنه

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، ښاغلي انجینر خان محمد تکل، په ولسي جرګه کې د سرپل ولایت استازي حمیدالله بیګ سره په خپل دفتر کې وکتل او په سرپل ولایت کې یې د پراختیاي پروژو په اړه خبرې وکړې.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس د سرپل ولایت استازي ته ډاډ ورکړ چې د پروژو د سروې لپاره به ډير ژر یو تخنیکي ټيم یاد ولایت ته وليږي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره