د شاه او عروس بند د چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۳:۱۶
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو پروژو د کیفیت او کنترول رئیس محترم قاري محمد جمیل سحیقي په خپل کاري دفتر کې د نوموړي بند د پروژې د قراردادي شرکت له رئیس او مل پلاوي سره ولیدل.

ښاغلي سحیقي د شاه او عروس بند د پروژې له نږدې څخه د لیدو په موخه شکردرې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د نوموړې پروژې د لیدنې پر مهال د پروژې د پاتې کارونو په چټکۍ سره د پرمخ وړلو په موخه یې د قراردادي شرکت مسؤول ته اړینې لارښوونې وکړې.

همدارنګه د دغهٔ سفر په ترڅ کې د یادې پروژې د بشپړ تسلیمولو او پرانیست غونډې د لا ښه ترسره کولو په هکله هم د اندونو تبادله وشوه.

User account menu