د شاه او عروس بند چارې به په نږدې راتلونکي بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
د دغه بند چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له لوري پرمخ وړل کېږي، په نږدې راتلونکې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د نوموړي بند ګټې ته په سپارلو سره به د ځمکې لاندې اوبو د تغذیي او د موسمي سیلابونو د کنټرول بر سېره به هر کال ۳۰ میلیون متره مکعب اوبه تنظیم، له ۲۷۰۰ - ۳۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه، ۵ میلیون متره مکعب د څښاک اوبه چمتو او ۱.۲ میګاواټه برېښنا تولید شي.