د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د اوبو او انرژي په برخه کې درې ټولګټې پروژې په نورستان ولایت کې پلي شي

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۲:۶
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د نورستان له والي محترم قاري زین العابدین عابد سره وکتل او په هغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نورستان والي ته ډاډ ورکړ، چې د دغه وزارت له لوري د نوموړي ولایت لپاره د اوبو او انرژي په برخه کې درې ټولګټې پروژې چې پکې د اوبیزې برېښنا کوچنی بند، سربند او د اوبولګولو کانال جوړول او د برېښنا رسونې پروژه شامله ده په پام کې نیول شوې چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به راتلونکي کې پلي شي.

User account menu