د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس او ورسره مل د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي پلاوي په جوزجان ولایت کې د مملیک کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه
د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او ورسره مل د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي پلاوي د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالي کې د مملیک کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره کړه.
د یاد کانال د پاکاري چارې ۹۹ سلنه پرمخ تللي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
