د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس د آقچې کانال څخه لیدنه وکړه
د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر رفیع الله مجتبی، د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحاج مولوي موسی جان حقبین او ورسره مل تخنیکي ټیم د بلخ ولایت په چمتال ولسوالي کې د شورابې، عربیه، هزاره او افغانیه سیمو کې د آقچې کانال څخه لیدنه وکړه.
نوموړو مسئولینو د چمتال او آقچې کانالونو د اوبو ګټه اخیستونکو سره په لیدنه کې د آقچې کانال د مسیر د بدلون له امله د شورابي ویالې رامنځته شوې شخړه هواره کړه.