د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د فاریاب ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل
د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی د ټولنیزو ستونزو د هوارولو او په هغه ولسوالي کې د بند جوړولو په هکله خبرې اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې، ښاغلي مبارز د نوموړې ولسوالي سپین ږیرو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې او وړاندیز به یې له اړوندو مسؤلینو سره د رسیدنې په موخه شریکې کړي.
