د غوربند سیند د اوبو غوره مدیریت او تنظیم په هکله تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۴:۲۱
1

دغه ناسته د غوربند چاریکار په سیندیزه فرعي حوزه کې د هغو کانالونو، چې د غوربند سیند څخه سرچینه اخلي، د اوبو ګټه اخیستونکو په شتون کې ترسره شوه او د اوبو د غوره مدیریت او تنظیم او شته ستونزو او ننګونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې د اوبو غوره تنظیم، د کانالونو او سربندونو د پاک کاري او ساتنې او مراقبت، د کانالونو تر اوبو لګونې لاندې ځمکو ثبتولو او د کانالونو د حریم د آزادولو په هکله اړینې پریکړې وشوې.

User account menu