د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئیس د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې (NAC) له ولایتي مسئول سره وکتل

د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئیس انجنیر مجیب الرحمن حبیبی د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې (NAC) له ولایتي مسئول سره وکتل او په پروان ولایت کې د یادې کمیټې له لورې د پروژو د تطبیق په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټه په پروان ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (UNFAO) په مالي ملاتړ د دوه زره څلور سوه درې اویا (2473) امریکایي ډالرو په ارزښت خپلې پروژې پلې کوي چې پکې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه چمتو کېږي.