د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئیس د یاد ریاست په انګړ کې د نیالګیو کښېنولو په پروګرام کې ګډون وکړ
د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئیس، حافظ انجنیر مجیب الرحمن حبیبي او د یاد ریاست کارمندانو ددې ریاست په انګړ کې د نیالګیو کښېنولو په پروګرام کې ګډون وکړ.
په یاد پروګرام کې د دغه ریاست رئیس، د ساحوي دفترونو مدیریتونو ته لارښوونه وکړه چې د نیالګیو کښېنولو په پروګرام ګې دې د پروان ولایت د ولسوالیو له کروندګرو سره همکاري وکړي.
