د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو او انرژي وزارت له سلاکار سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲ - ۱۴:۵۹
1

د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر مجیب الرحمن حبیبی د خپل کار په دفتر کې  د اوبو او انرژي وزارت له سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم سره وکتل او په یاده سیندیزه حوزه کې یې شته ستونزې وسره شریکې کړې.

په یاده لیدنه کې د سیندیزې حوزې رئيس، واټر پمپ کانال ته د سولریزې برېښنا نښلولو، د پروان په عمومي کانال کې د رسوبي موادو زیاتوالی، د سیلبرونو او سیفونو د تخریب او په پروان ولایت کې د اوبو د کموالي ستونزې له ښاغلي اعظم سره شریکې کړې.

د اوبو او انرژي وزارت سلاکار په یاده ناسته کې ژمنه وکړه چې یادې ستونزې به د وزارت له رهبري سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu