د فراه او نیمروز ولایتونو استازو او مشرانو سره د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په اړه لیدنه.

MEW-Media
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۴:۳۵
55

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت استازي ګل احمد نورزاد او د فراه ولایت استازي عبدالغفار ارمان او د دغه ولایتونو قومي مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د نیمروز او فراه ولایتونو استازو او قومي مشرانو خپلې اړتیاوې او ستونزې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ مقام سره شریکې کړې او په دغه ولایتونو کې د پراختیاي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د ولس استازو او قومي مشرانو ته په نیمروز او فراه ولایتونو کې د کار لاندې او په پلان کې پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اوبو مدیریت په برخه کې د پراختیاي پروژو، د لویو، متوسطو او کوچنیو بندونو، چکډم، کانالونو او کاریزونو جوړولو ډاډ ورکړ.

ښاغلي تکل د دغې ادارې د انجنیري خدماتو او د برنامو همغږۍ رئيسانو ته دنده وسپارله تر څو ژر تر ژره د نیمروز او فراه ولایتونو پروژو سروې په موخه یو تخنیکي ټيم واستوي.

په اخر کې د نیمروز او فراه ولایتونو استازو او قومي مشرانو د کمال خان، بخش اباد او ډیرو نورو پروژو په تطبیق کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ جدیت او پشتکار قدرداني او مننه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu