د فراه ولایت د انرژي ولایتي کميټه رامنځته او لومړنۍ ناسته یې وکړه
فراه ولایت د انرژي ولایتي کمیټه د اوبو او انرژي وزارت د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ د لویدیځ زون د انرژي د تنظیم آمریت د استازو له لوري رامنځته شوه.
د لویدیځ زون د انرژي د تنظیم آمریت استازي چې فراه ولایت ته د فراه ولایت د انرژي ولایتي کمېټې د رامنځته کولو په موخه نوموړي ولایت ته سفر کړی د فراه له والي محترم غوث الدین رهبر سره وکتل او د نوموړې کمېټې د رامنځته کولو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.
همدارنګه د نوموړې کمېټې لومړنۍ ناسته چې د فراه رود د سیندیزې فرعي حوزې د غونډو په تالار کې د فراه ولایت د مقام او د هغه ولایت د اته ګونو ریاستونو د استازو په ګډون ترسره شوه د نوموړې کمېټې د ارزښت، موخو او تشکیلاتي جوړښت په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې شول.