د فراه ولایت د بخش آباد بند د چارو وضعیت څېړلو په موخه د لا ښې همغږۍ ناسته وشوه.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۹:۳۶
۴۴

د یاد ولایت د بخش آباد بند د چارو وضعیت څېړلو په موخه د همغږۍ دغه ناسته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژۍ د خدمتونو د ادارې د سرپرست انجنیر خان محمد تکل لخوا د دغه ولایت د ولس استازو او قومي مشرانو، د ادارې د تخنيکي ټيم او قرر دادي شرکت په شتون کې تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د بخش آباد بند پروژې د کار عملي چارو په وضعیت او د کار په چټکتیا خبرې وشوې.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د پروژې د ارزښت یادولو تر څنګ د کار په چټکتیا ټينګار وکړ زیاته یې کړه چې یاده جلسه دې د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه په دوامدر ډول جوړه شي.

په ورته وخت کې د فراه ولایت د ولس استازو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د کار ارزښت ته په پام سره وویل چې د چارور لا ښه پرمختګ په موخه هر ډول همکارۍ ته ژمن دي.

یاده دې وي، چې د بخش آباد د اوبو لګولو او بريښنا بند به د ٢٧ میګاواته بريښنا تولید ارزښت ولري، ۱۳۶۴ میلیونه متره مکعب اوبه به ذخیره کوي او ۶۸ زره هکټاره ځمکه به خړوبوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د یونیسف له مشر او د واش برخې له مشرې سره د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د مدیریت په هکله خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر، محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، په خپل کاري دفتر کې د یونیسف له مشر محترم ډاکټر تاج‌الدین او د واش برخې له مشرې آغلې فرای تونهما سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵
Background image

کندهار ولایت کې د برغني چکډم پروژه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په تخته‌پل ولسوالي کې د برغني چکډم پروژه د ۲ میلیونه ۱۵۴ زره او ۱۰۱ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی چکډم د شاخوا ۴.۵ متره لوړوالي په درلودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۲
Background image

غزني ولایت کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او پاکاري چارې پيل شوې

د غزني ولایت په بنګي، مزدور کلا، سلطان باغ، رحیم خېلو او زاړه ښار په کلیو کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او  پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې پيل شوې.

د نوموړي کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu