د فراه ولایت د بخش اباد بند د انحرافي تونلونو رغنيزې چارې 52 سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۶:۳۲
1

د فراه ولایت والي مولوي غوث الدين رهبر په داسې حال کې د بخش اباد بند د انحرافي تونلونو د رغنيزو چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه چې د استخباراتو رئيس، امنيه قوماندان مولوي محمد عيسی شريف، د فراهرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس ملا برهان الدین مينوال، د فراه رود ولسوالي ولسوال ملا محمد صادق جهادمل، د نوموړې پروژې مسؤلينو او تخنیکي ټيم هم شتون درلود.

ښاغلي رهبر د فراه ولسي وګړو ته د بخش اباد بند د رغنيزو چارو د لا چټکتيا، په ښه توګه د ترسراوي او د غوره پرمخ وړلو په موخه ډاډ ورکړ او زياته یې کړه، چې د نوموړي بند د انحرافي تونلونو چارې 52 سلنه پرمخ تللي دي او د مسؤولینو لخوا به یې چارې لا زیاتې په چټکۍ سره ترسره شي.

د فراهرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس ملا برهان الدین مينوال څرګنده کړه چې د دغه بند د انحرافي تونلونو روانې رغنيزې چارې د پخوا په پرتله ګړندۍ شوي او اړوندو مسؤولينو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې هم ورکول کېږي.

له بلې خوا د بخش اباد بند د انحرافي تونلونو د پروژې د کنټرول او کيفيت مدير انجينر محمد رفیق نوري وویل چې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو روانې چارې شاوخوا 52 سلنه پرمخ تللي دي چې فزيکي چارې یې 70 سلنه، پرته له سيخ څخه کانکريټ 100 سلنه، ګاډرونه 100 سلنه، وايرميش 70 سلنه، شارکريټ 30 سلنه، سيخ لرونکی لاندينی کانګريټ 100 سلنه بشپړې شوي او همدارنګه د ديوالونو د سيخونو چارې هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu