د قوشتپې کانال د لومړي فاز چارې په چټکتیا سره پرمخ وړل کېږي

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او ورسره مل تخنیکي ټیم د بلخ ولایت د کلدار ولسوالي د قوشتپې کانال له کاري سیمې څخه لیدنه ترسره کړه.
د یادې پروژې چارې په دریو فازونو کې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالي څخه تر اندخوی ولسوالي پورې ادامه پیدا کوي.
د لومړي فاز عمومي اوږدوالی ۱۰۸ کیلو متره ده چې اوسمهال چارې یې په چټکتیا سره جریان لري، او د کانال آبګیر سیمه د کلدار ولسوالي په جوق جوق کلي کې ټاکل شوې ده.
د یاد کانال په جوړیدو سره به د ۵۵۰۰۰۰ تر ۷۰۰۰۰۰ هکتاره ځمکه تر خړوبولو لاندې راشي.
د یادونې وړ ده چې په دې پروژه کی په ورځني توګه ۳٢٠٠ کاریګر کار کوي.