د لغمان سیندیزه فرعي حوزه کې د انرژي سروې او ارزونه د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې او پر بام باندې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب د امکان سنجي مطالعاتو د ترسره کولو په موخه ترسره شوه  

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۱۲
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د پایدارې عمومي ریاست اړوند د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې ریاست تخنیکي ټیم هر یو انجنیر عبدالله موسی‌زي، انجنیر شیر زمان کریمي، انجنیر عبدالله حسیني او اسماالله مجدي د لغمان په سیندیزه فرعي حوزه کې د انرژي سروې او ارزونه د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې او پر بام باندې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب د امکان سنجي مطالعات ترسره کړل.           

همدارنګه، نوموړي ټیم د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې ریاست له کارمندانو سره د انرژی د سپما او اغېزمنتیا په هکله د عامه پوهاوي برنامې په ترڅ کې د انرژي د سپما د مناسبو لارو، چارو، د انرژي مدیریت، د انرژي سرچینو د ساتنې، چاپېریال ساتنې، د انرژي سپما د ارزښت او سپما تګلارې اړوند اړین معلومات شریک کړل.

د یادونې وړ ده چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون د 20/9/1445 نېټې د 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت له‌خوا مخکې له دې په څو وزارتونو او امارتي ادارو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu