د لغمان سیندیزه فرعي حوزه کې د انرژي سروې او ارزونه د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې او پر بام باندې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب د امکان سنجي مطالعاتو د ترسره کولو په موخه ترسره شوه
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د پایدارې عمومي ریاست اړوند د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې ریاست تخنیکي ټیم هر یو انجنیر عبدالله موسیزي، انجنیر شیر زمان کریمي، انجنیر عبدالله حسیني او اسماالله مجدي د لغمان په سیندیزه فرعي حوزه کې د انرژي سروې او ارزونه د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې او پر بام باندې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب د امکان سنجي مطالعات ترسره کړل.
همدارنګه، نوموړي ټیم د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې ریاست له کارمندانو سره د انرژی د سپما او اغېزمنتیا په هکله د عامه پوهاوي برنامې په ترڅ کې د انرژي د سپما د مناسبو لارو، چارو، د انرژي مدیریت، د انرژي سرچینو د ساتنې، چاپېریال ساتنې، د انرژي سپما د ارزښت او سپما تګلارې اړوند اړین معلومات شریک کړل.
د یادونې وړ ده چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون د 20/9/1445 نېټې د 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت لهخوا مخکې له دې په څو وزارتونو او امارتي ادارو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.
