د لغمان سیندیزې حوزې رئیس د چندلام کانال د محافظوي دیوال او د کمکي کانال د پاکاري چارو له روان بهیر څخه څارنه وکړه

د لغمان سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي مولوي شیرجان راشدي په یاد ولایت کې د چندلام کانال د ۳۵ متره محافظوي دیوال او د کمکي کانال د پاکاري چارو له روان بهیر څخه څارنه وکړه.
ښاغلي راشدي د پروژو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدایات ورکړل.
د یادو پروژو چارې چې د اوبو سکتور د بشري مرستو په مالي ملاتړ او د لغمان سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، ۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.