د لوګر سينديزې فرعي حوزې رئيس ملا محمد اسماعيل اخندزاده، د اوبو او انرژي وزارت او د کابل عمومي سينديزې حوزې رياست څخه راغلي ګډ پلاوي د لوګر ولايت د محترم والي صاحب شيخ ضيا الرحمن مدني سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې ښاغلي اخندزاده او راغلي ګډ پلاوي د محمدآغې ولسوالي د زاهد اباد په بازار کې د سيند په بستر کې د جوړو شويو دوکانونو موضوع شريکه کړه.
د والي صاحب لخوا ورته اړینې لارښوونې وشوې او دغه دوکانونه یې له نږدې څخه بررسي کړل.