د ننګرهار سينديزې حوزې کې دسيندونو د بستر اوحريمونو حفاظت په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په پيل کې د سينديزې حوزې رئيس الحاج سيد فضل احد هاشمي د سيند د بستر او حريم د حفاظت په اړه هراړخیز معلومات وړاندى کړل اوزياته يى کړه چى دسيند بستر او حريم ساتنه د سينديزې حوزې عمده مسؤلیت دى.
ورپسى د سينديزې حوزې سلاکار لخوا چمتو شوى پرزنټېشن چى دسيند بستر او حريم په هکله چمتو کړی وو ګډون والو ته وړاندى شو .
په آخر کى فيصله وشوه چې په راتلوونکي اونۍ کې به ګډ هيئت چې پکى د سينديزې حوزې ریاست ، د ولايت مقام ، د ښار جوړونې او اراضي ریاست ، دعدلیې رياست ، دقومنداني او ملي امنیت استازي ګډون لري خپل کار پیلوي، ترڅو وکولى شي دسيند حريم او بستر عملا په ساحه کې تعيین کړې؛ ترڅو ديوې خوا تېر غصب ثابت او د بل لوري به راتلونکي کې د غصب مخنيوي وشى.
