د ننګرهار سیندیزې حوزې رئیس د اچین او دوربابا ولسوالیو خلکو لاسرسي د څښاک اوبو ستونزې باندې ټینګار وکړ
د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس او تخنکي ټیم یې د اچین او دوربابا ولسوالیو ته سفر کړی او په دې سفر کې یې د یادو ولسوالیو له ولسوالانو سره لیدنه کړې او د خلکو د لاسرسي د څښاکو اوبو ستونزې په برخه کې ژمنه کړې او پر لازم اقداماتو باندې ټینګار کړی.
په دې سفر کې، د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس، سید فضل احمد "هاشمی" د اچین ولسوالۍ ولسوال، قاری سیفالدین سره لیدنه ترسره کړې.
په پیل کې د اچین ولسوالۍ ولسوال د خلکو لاسرسی د څښاک اوبو ته د ننګرهار سیندیزې حوزې سره شریک کړل او د ننګرهار سیندیزې حوزې رئیس د دې ستنوزي د هوارولو لپاره ژمنه و کړه او پر لازم اقداماتو باندې ټینګار و کړ.
ښاغلي هاشمي په دې سفر کې د یادي ولسوالۍ د پاخیلو کانال او سربند څخه چې چارې یې پخوا بشپړې شوې وو، لیدنه و کړه او قراردادي شرکت ته یې د ستونزو د هوارولو په پار لازم هدایات ورکړل او ترڅنګ یې د د دوربابا ولسوالۍ دخوساچونګي دکانال پروژى څخه ليدنه وکړه او قراردادي شرکت ته يى لازم هدايات ورکړل.
په ورته وخت کې، د ننګرهار سیندیزې حوزې رئیس په دې سفر کې نازیانو ولسوالۍ له ولسوال، قاری صفتالله او د یادي ولسوالۍ له چارواکو سره و کتل.
په دغه لیدنه کې، د نازیانو ولسوالۍ ولسوال هم د خلکو لاسرسی د څښاک اوبو ته د ننګرهار د سیندیزې حوزې رئیس سره شریک کړل او د ننګرهار سیندیزې حوزې رئیس د دې ستونزې د هوارولو لپاره ژمنه و کړه او پر لازم اقداماتو باندې ټینګار وکړ.
