د ننګرهار ولایت د ملاخېلو کانال او چکډم مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وشوې
د ننګرهار سیندیزې حوزې او د پې، ایم، ایس موسسې مسؤلینو د ننګرهار ولایت نازیانو ولسوالي کې د ملاخېلو کانال او چکډم د پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غورپه پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړې پروژې چارې چې د جاپان د پې، ایم، ایس موسسې په مالي ملاتړ د ننګرهار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي په چټکۍ سره روانې دي.