د هرات ولایت درنو ولسونو ته ښه زیری

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۲۵
1

د وروستیو اورښتونو له کبله په هرات ولایت کې د پاشدان اوبولګولو او برېښنا د تولید بند د اوبو کچه زیاته شوې چې په سیمه کې د اوبیزو سرچینو وضعیت د غوره‌والي زیری‌ورکوونکی دی.

د نوموړي بند د اوبو زیاتوالی کولای شي چې  د کرنیزو اوبو د چمتوکولو، د حاصلاتو په پياوړتیا، د خوړو امنیت په غوره‌والي او همدارنګه د برېښنا د تولید په برخه کې اړین رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده، چې پاشدان بند تېر کال د اوبو او انرژي وزارت له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او اوسمهال د اوبو په کچه کې زیاتوالی کولای شي چې د خلکو د هوساینې او اقتصادي پراختیا په برخه کې اغېزمن رول ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu