د هرات ولایت د پاشدان بند مسؤلینو ته د هغه د چارو د غوره والي په موخه اړینې لارښوونې وشوې
د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او ورسره مل د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین او د هرات مرستیال والي محترم مولوي حیات الله مهاجر فراهي او د نوموړي ریاست تخنیکي ټیم د پاشدان بند د چارو د پرمختګ وضعیت له نږدې و ارزاوه او د پروژې مسؤلینو ته یې د چارو د غوره والي په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
همدارنګه د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس او د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د هرات مرستیال والي د نوموړې پروژې د چارو د لېدنې پر وخت اړوندو مسؤلینو ته د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.