د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالی د میر حصه کانال د پیاوړی کولوهوکړه لیک لاس لیک شو.

mew-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۷ - ۸:۲۵
mew

نن د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی او د نعمان جیلانی ساختمانی شرکت رییس ښاغلی همایون لخوا د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالی د میر حصه کانال د پیاوړی کولوهوکړه لیک لاس لیک شو.
د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالی د میر حصه کانال د پروژو د پیاوړی کولو په اړه خبری وکړی او ویی ویل: د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالی د میر حصه کانال د پروژو د پیاوړی کولو په ۱۳میلیونه او ۱۴۰زره افغانو په ارزښت د دری میاشتو مودی لپاره د هوکړه لیک سره سم، بشپړ کیږی.
دغه کانال په حاضر حال کی د ۹۰۰ هکتاره ځمکی د خړوبولو وړتیا لری او وروسته د بیارغونی څخه به د ۱۳۶۰ هکتاره ځمکی ته ورسیګی.د دغی پروژی د تکمیل کیدو نه وروسته ۱۲۰۰کورنی ګټه واخلی.
وروسته د نعمان جیلانی شرکت رییس ښاغلی همایون خبری وکړی او ژمنه یی وکړه تر څو د هوکړه لیک په مطابق، د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالی د میر حصه کانال په ټاکل شوی وخت او په غوره کیفیت سره سرته ورسوی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu