د هریرود فرعي سیندیزې حوزې رئیس د هریرود سیند په حریم کې د ودانیزو چارو د جوړولو مخه ونیوله
محترم مولوي صاحب سردار ولي (مزمل) د هریرود د فرعي حوزې رییس او د هرات ولایت د عدلیې ریاست د قضایاو له آمر سره یو ځای د هریرود سیند د حریم له سیمو څخه څارنه ترسره او د هریرود په سیمه کې یې د غاصبینو له خوا د ساختماني چارو مخه ونیوله.