د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سرپل له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۶:۱۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د سرپل له والي محترم الحاج مولوي محمد ظریف مظفر سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د سرپل والي د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په برخه کې د هغه ولایت د خلکو ستونزې او اړتیاوې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او په هغه ولایت کې د سلطان ابراهیم بند پروژې د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سرپل والي ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد په محرومو او لرې پرتو ولایتونو کې د پراختیایي پروژو پلي کول چې سرپل ولایت هم په دغه کټګورۍ کې شامل دی، د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري، په همدې موخه به د دغه وزارت له لوري اړینې هڅې ترسره شي، ترڅو ډېر ژر په نوموړي ولایت کې د سلطان ابراهیم بند د پلي کولو لپاره زمینه چمتو او چارې یې پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۰
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د سربند پروژې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي ټیم د مهترلام ښار اړوند د پاچاجوی کانال د سربند پروژې د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۳ چکډمونه د څه باندې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ۱۶۳ چکډمونه د ۵۵۸ میلیونه، ۴۷۹ زره او ۵۷۱ افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډمونه په هېواد کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له اوبو مخ په ډکېدو دی

په هېواد کې د وروستیو اروښتونو له کبله د غزني ولایت د سردې بند هم له اوبو مخ په ډکېدو دی، چې کولای شي په دغه ولایت کې د اوبو سرچینو په پیاوړتیا او کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې اړین. . .

بیرته تګ

User account menu