د هلمند سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم د اوبو او انرژي وزارت د ځانګړې لارښوونې په اساس د نوزاد ولسوالۍ د فرهاد تنګي د خلکو لپاره د څښاک او کرکیلي اوبو د برابرولو په موخه د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لومړنۍ اقتصادي، ټولنیزې او چاپيریالي څېړنه ترسره کړه
د هلمند سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم د اوبو او انرژي وزارت د ځانګړې لارښوونې په اساس د نوزاد ولسوالۍ د فرهاد تنګي د خلکو لپاره د څښاک او کرکیلي اوبو د برابرولو په موخه د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لومړنۍ اقتصادي، ټولنیزې او چاپيریالي څېړنه ترسره کړه.
دغه تخنیکي ټیم د یادې وادې له مسؤلیونو، قومي مشرانو او بزګرانو سره وکتل او دفرهاد تنګي بند په اړه یې د هغوی معلومات واورېدل. یاد ټیم د نوزاد ولسوالۍ د فرهاد تنګي اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې په پوره توان به هڅه و کړې چې د دوی لپاره کافي اوبه برابرې کړې ، څو د درې یو شمېر اوسیدونکي بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي او د هلمند د سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم به ژر تر ژره د نوزاد ولسوالۍ دره فرهاد خلکو لپاره د امکان تر حده تخنیکي سروې وکړې.
