د هلمند ولایت د کجکي بند د دوهم فاز پروژې د قرارداد د څیړلو په هکله د سترو قراردادونو د څیړلو د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۵:۲۸
1

د تیرو غونډو په دوام، یاده غونډه هم د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر مشري لاندې، د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د انرژي معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت معین ښاغلي مفتي سید احمد مستقیم، د اقتصاد وزارت معین ښاغلي ډاکټر عبداللطیف نظري، د ټولګټو وزارت معین ښاغلي عبدالکریم فاتح، د ملي تدارکاتو ریاست مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحیم رحیمي، د ۷۷ ترکي شرکت استازي ښاغلي بوراک اونسال او د سترو قراردادونو د څیړلو پلاوي د تخنیکي ټیم په ګډون ترسره شوه.

په یاده غونډه کې، د اوبو او انرژي وزارت او د قراردادي شرکت استازي د کجکي بند د دوهم فاز پروژې قرارداد د تطبیق په هکله د بحث او اندونو تر تبادلې وروسته، په مترقبه او غیر مترقبه حالاتو کې له یو بل سره د ګډې همکاري ژمنه وکړه.

همدارنګه، په دې غونډه کې د برېښنا شرکت اړوند په مزارشریف کې د ګازو حرارتي برېښنا د پلور پروژه هم وڅیړل شوه او پریکړه وشوه، چې د تخنیکي فرعي کمیټې وړاندیزونه د تائید وړ دي او  د وروستۍ پریکړې لپاره دې اقتصادي کمیسیون ته ولیږل شې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu