د هېواد په درې شمالي ولایتونو کې د برېښنا رسولو درې پروژو چارې د نږدې څلور میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۲۸
1

د برېښنا رسولو دغو پروژو پرانیست غونډه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د فاریاب والي ملا عبدالاحد فضلي آخند او یو شمېر سیمه‌ایزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د دغه برېښنا رسولو پروژو چارې د جوزجان ولایت په قوش‌تیپې او درزاب ولسوالیو کې د ۱ میلیارد، ۸۸۶ میلیونه او ۴۷۰ زره افغانیو، د سرپل ولایت په ګوسفندي، سوزمه قلعې او سنګ‌چارک ولسوالیو کې د برېښنا رسولو پروژه د ۸۸۰ میلیونه افغانیو او د فاریاب ولایت په پښتونکوټ، ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو کې د برېښنا رسولو پروژه د ۱ میلیارد او ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي.

د دغو پروژو چارې د افغانستان اسلامي امارت له بودجې څخه پرمخ وړل کېږي، چې چارې به یې د درېیو کلونو په موده کې بشپړې، او ګټې ته په سپارلو سره به یې په نوموړو ولسوالیو کې زرګونه کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu