د ولسي جرګې د طبعي سرچینو او چاپيریال ساتنې کمیسیون د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې کړنې وستايلې.
د ولسي جرګې د چاپيریال ساتنې او طبعي سرچینو کمیسیون د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس انجنیر خان محمد تکل، تخنيکي مرستیال او ګڼ شمیر رییسانو د ځينو مسایلو په اړه د وضاحت ورکولو په موخه خپل حضور ته بللی وو.
ښاغلي تکل د یاد کمېسیون رئيس او غړو ته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د کړنو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، چې په پایله کې د یاد کمېسیون رئيس او غړو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د کړنو او فعالیتونو قدرداني وکړه.
د ولسي جرګې د طبعي سرچینو او چاپېریال ساتنې کمېسیون رئيس ښاغلي جاوید جیحون د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي تکل ته په اشارې وویل، دا چې ستاسو کړنې افغانستان شموله او پر ځان بسیا هېواد لپاره دي، د ملي شورا ولسي جرګه او زموږ کمیسیون مو د غوره فعالیتونو قدرداني کوي او د الله تعالی له دربار څخه درته د لا ډير خدمت هیله کوي.
ښاغلي تکل په خپلو خبرو کې د دیاد کمیسیون له مشرتابه او غړو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره په هېواد کې د اوبو مهار او متوازنې پراختیا ته ژمنه ده.
تکل وویل دغه اداره به هېڅ کله د ولس باور زیانمن نه کړي؛ خپلې چارې به په ښه کیفیت، پر وخت او د هېواد سرلوړۍ لپاره تر سره کوي.
د یادونې وړ ده چې وخت نا وخت د ولسي جرګې په ګډون یو شمېر نورو مهمو دولتي او غیر دولتي ارګانونو لخوا د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د دغې ادارې د مسؤلینو فعالیتونه ستايلي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د هېواد په ۳۴ ولایتونو او ټولو ولسوالیو کې د اوبو مدیریت په برخه کې لوې بندونه، کانالونه، کاریزونه، چکډم، جذبي څاګانې، ګبیوني او استنادي دېوالونه او نورې پروژې تر لاسه لاندې لري.
