د پروان په ولایت کې د لوی کانال د سربند د بیارغونې چارې پیل شوې

د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالي کې د لوی کانال د سربند د بیارغونې چارې د اوبو سکتور د بشرپاله مرستو په مالي ملاتړ د غوربند-چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پیل شوې.
په یاده پروژه کې د یاد کانال د۲۵۰ متره پاکاري، ۱۵ متره د استنادي دیوال جوړول او د یو سیل بُر جوړول پکې شامل دي.