د پلخمري له الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ سب سټيشن پورې د ۵۰۰ کیلو ولت برېښنا انرژي لېږد مزي پروژې د رغولو چارې ۷۳ سلنه بشپړې شوې دي

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۶
1

 

دغه پروژه چې د اوبو او انرژي وزارت له مهمو پروژو څخه ده، اوسمهال یې چارې ۷۳ سلنه پرمخ تللې او پاتې چارې يې په چټکۍ سره روانې دي او د چارو په بشپړیدو سره ۱۲ ولایتونو ته برېښنا لېږدوي.

اوسمهال د نوموړې پروژې د فونډیشن، د پایو نصب او د لین کشۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي او له ټاکل شوې مهال وېش سره سم به د دغې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه پروژه چې د پلخمري له الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ سب سټیشن پورې غځیدلې ده،  ۲۳۸ کیلو متره اوږدوالی لري چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د کابل، بغلان، پروان، میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته به په منظم ډول برېښنا لېږدوي.

.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu