د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د سویډن کمېتې او د FAO دفتر له استازو سره وکتل
د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی د سویډن کمېټې د آبادي پروژې له مسؤل ښاغلي انجنیر مسعود شریفي او د FAO دفتر له استازي سره وکتل.
په یاده ناسته کې، ښاغلي مجتبی د یادې کمېتې له مسؤل څخه د اوبو د مدیریت په برخه کې د نوي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، د یادې کمېټې مسؤل وویل چې دوی په راتلونکي کانال کې د کندز ولایت په علي آباد، خان آباد او چهار درې ولسوالیو کې به د کانالونو پاک کاري، د استحکامي دیوالونو، چکډمونو او ګبیوني تحکیماتو پروژې پلي کړي.
همدغه راز، د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس د FAO دفتر له استازي سره د چارو د غوره پرمخ وړلو او اړینو همغږیو د رامنځته کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
