د پوله تیریدونکو اوبو په برخه کې د اسلامي حقوقو د کارپوه ګومارلو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې آزموینه واخیستل شوه
په دغه آزموینه کې چې د اوبو او انرژي وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري د کار اهل کار ته سپارلو په موخه په لاره اچول شوې وه، ۴۰ تنو په شرایطو برابر کسانو پکې برخه واخیسته.
د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت د کار اهل کار ته د سپارلو اصل ته په پوره ژمنتیا سره، هڅه کوي چې د دغو آزموینو په دایرولو سره وړ او مسلکي کسان وګوماري.