پکتیکا ولایت کې د پنځو پراختیایي پروژو چارې د څه باندې ۱۸میلیونه افغانیو په لګښت روانې دي

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۲:۱۷
1

د پکتیکا ولایت په جاني‌خېلو، سرحوضه او خیرکوټ ولسوالیو او مرکز ښرنه کې د خنجکي چکډم، د شاتوري کلي کاریز، سره پنګه کلي سربند، د چیني کلي استنادي دېوال او د پلتوني سربند،کانال او استنادی دېوال د پروژو چارې د  ۱۸ میلیونه، ۴۵۸ زره او ۹۸۶ افغانیو په لګښت روانې دي.

د پکتیکا ولایت د ګوملې د اوبو او انرژي ریاست رئيس محترم قاري فتح محمد ذاکر او ورسره مل تخنیکي ټیم د نوموړو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

په  نوموړو پروژو ګڼ کې شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او چارې یې به ترتیب سره ۱۰، ۵۰، ۹۰، ۶۰ او ۷۰ سلنه پرمخ تللې دي.

همدارنګه، د نوموړي ریاست مسؤلینو د نعمت آباد ولسوالي په کندهاري کلي کې یو سټاف ګیچ نصب کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu