د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

mew-admin
1

د 1402 لمریز کال د وري د میاشتې له  2 نېټې څخه تر 5 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې او څيړنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت او سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، شمال، هریرود، هلمند او کابل) سينديزو حوزو کې شوی دی.

په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړي توګه (کوکچه، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، ارزگان، ترینکوت، ارغنداب، لوگر، میدان، کابل، خوست، پکتیا، پکتیکا، غوربند، پنجشیر، کنر او لغمان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

 

👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه کړل شوي دي.

نوي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۵۵
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د لړم د 25 نېټې د هېواد...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۸:۵۵
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د د لړم له 23 نېټې څخه...

شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم له ۲۰ نېټې څخه تر۲۱ نېټې...

Back to announcements

User account menu