د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

mew-admin
1

د 1402 لمریز کال د وري د میاشتې له  2 نېټې څخه تر 5 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې او څيړنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت او سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، شمال، هریرود، هلمند او کابل) سينديزو حوزو کې شوی دی.

⏲په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړي توګه (کوکچه، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، ارزگان، ترینکوت، ارغنداب، لوگر، میدان، کابل، خوست، پکتیا، پکتیکا، غوربند، پنجشیر، کنر او لغمان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

 

👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه کړل شوي دي.

Latest announcements

Sun, Oct 04 2026 3:19 PM
Background image

REQUEST FOR PROPOSALS

Procuring Entity

Ministry of Water and Energy of Afghanistan (MEW) (As a Facilitator)

Funded By

Residents of the beneficiary . . .

Wed, Sep 16 2026 8:51 AM
Background image

Clarification#1 about Upgrading of Dahla Multipurpose Dam project

Assignment Title: Review, Verification and Technical Certification of the Detailed Design of Dahla Dam Raising, Two Spillway Packages, Six Saddle Dams and Associated Work

 

Project ID . . .

Mon, Sep 07 2026 4:10 PM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSION OF INTEREST

Procuring Entity

Ministry of Water and Energy of Afghanistan (MEW)

Funded By

Ministry of Finance of the Islamic Emirate of . . .

Back to announcements

User account menu