د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د 1402 لمریز کال د کب له 9 نېټې څخه تر 11 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل!

📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالي هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واوری له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود, هلمند او کابل) سينديزو حوزو کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د  (فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزنی، پکتیا، پکتیکا، لوگر، میدان، غوربند، پنجشیر، لغمان و کنر) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥   په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

نوي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۵۵
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د لړم د 25 نېټې د هېواد...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۸:۵۵
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د د لړم له 23 نېټې څخه...

شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم له ۲۰ نېټې څخه تر۲۱ نېټې...

Back to announcements

User account menu