د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یو نیسف له استازي سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۱۰:۱۳
1

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محمد کریم فاتح د سویل ختیځ زون لپاره د یونیسف موسسې له مسؤل ښاغلي انجنیر محمد رستم رحیمي سره وکتل.

په یاده ناسته کې، د روغتیایي پاکو اوبو د رسولو پروګرام په پراختیا او غوره ډول پلي کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د یادې موسسې مسؤل د روغتیایي پاکو اوبو رسونې پروګرام تر سرلیک لاندې د پراختیايي پروژو په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، ښاغلي فاتح د نوموړي موسسې له مسؤل سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu