د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئیس د ګلوریا مشورتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل
د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح د ګلوریا مشورتي شرکت له مرستیال محترم ثاقب الله علیزي سره وکتل او په پکتیا ولایت کې د کاریزونو د سروې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، ښاغلي علیزي وویل چې د یونسکو په ملاتړ او د دغې حوزې په همغږي او همکاري سره غواړي په پکتیا ولایت کې د کاریزونو سروې ترسره کړي او له ډیزاین څخه وروسته د منظوري په موخه یې د یونسکو دفتر ته وړاندې کړي.
ښاغلي فاتح د نوموړي شرکت مسؤلینو ته د همکاري ډاډ ورکړ او په پکتیا ولایت کې د کاریزونو پر شتون، مخینې، د ټولنې پر اړتیا، ارزښت او ساتنې په هکله خبرې، اترې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د کاریزونو ساتنې ته د همکارو سازمانونو په پام اړولو کې ورسره همکاري وکړي.