د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې یوه ۵۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
د پکتیا ولایت، زرمت ولسوالي د سهاکو د هیبت خېلو په کلي کې د دوو کورنیو، د مرحوم حاجی عبدالوهاب د زامنو او ورېرونو او حاجي ګلاخان د زامنو تر منځ یوه زړه پنځوس کلنه دښمني چې د قتل موضوع وه،
اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او د سیمې د علماوو او مشرانو په هلو ځلو سره نن د دوی په شتون کې پای ته ورسېده. د مقتول خپلوانو د قاتل کورنۍ ته بښنه وکړه او په دې ډول دغه ۵۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
دواړو کورنیو له محترم منصور صاحب او د سیمې له علماوو او قومي مشرانو څخه مننه وکړه چې د دوی په هڅو، کوششونو او خیرخواهي سره یادې دښمني ته د پای ټکی کېښودل شو او په دوستي بدله شوه.
