د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د 72 میګاواټه برېښنا د تولید د عملي چارو د پیل په موخه د عوفي بهرام شرکت له مسئولینو سره د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۴:۴۰
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د عوفي بهرام د کانونو د استخراج او پروسس سوداګریز شرکت له مسئولینو سره په پکتیکا ولایت کې د 72 میګاواټو په وړتیا د برېښنا د تولید فابریکې جوړولو د عملي چارو د پیل په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې نوموړي شرکت د یادې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او د عملي چارو د پیل لپاره د زمینې چمتو کولو په موخه دواړو لورو د لومړنيو چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه، په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسئولینو په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې هم د فعالیتونو ترسره کولو لیوالتیا څرګنده کړه او د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ددوی له لیوالتیا څخه ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د اوبو او انرژي وزارت اړونده برخو کې به له دوی سره همکاري وکړې.

د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکې د اوبو او انرژي وزارت او د یاد شرکت ترمنځ د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د 72 میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پلي کولو په موخه د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شوی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu