د ډي. اي. آی موسسې مسؤلینو د کندز ولایت د چهار درې عمومي کانال د ۳۰ فرعي دروازو رغولو ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۴۳
1

د پنج آمو عمومي حوزوي ریاست رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د ډي. اي. آی موسسې له مسؤلینو سره وکتل او د کندز ولایت د چهار درې ولسوالي د عمومي کانال د ۳۰ فرعي دروازو د رغولو په هکله بحث او اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې مؤسسې مسؤلینو د چهار درې عمومي کانال د ۳۰ فرعي دروازو رغولو ته لېوالتیا څرګنده.

په ورته مهال، ښاغلي حاجي حکمت د نوموړو مسؤلینو د لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ په دې برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

بیرته تګ

User account menu