د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس د خاکجبار ولسوالي د خاورینو ذخیروي حوضونو او ترسونو له ودانیزو چاروڅخه لیدنه وکړه
د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د کابل منځنۍ فرعي سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي مولوي ولی محمد تائب او ورسره مل تخنیکي ټیم د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالي د خاورینو ذخیروي حوضونو او ترسونو له ودانیزو چارو څخه لیدنه تر سره کړه.
یادو مسؤلینو د پروژې د ودانیزو چارو د غوره پرمخ وړلو او د شته نواقصو د اصلاح لپاره پلي کوونکي شرکت لازم هدایات ورکړل.
د یادولو وړ ده چې یاده پروژه د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالی ملاتړ د38/6 میلیون افغانیو په ارزښت د Shalter for life نړیوالې موسسې له خوا پلي کېږي چې په مستقیم ډول پکې ۶۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
