د کابل سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د پنځمې ناحیې اړوند د شته سطحي اوبو د ذخیره کولو او له دغه اوبو څخه د خځلو راټولولو لپاره د ترسبګاوو سروې ترسره کړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳ - ۱۴:۵۳
1

د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال او ورسره مل تخنیکي ټیم د کابل ولایت د پنځمې ناحیې اړوند د سیلو عمومي سړک او دیوان بیګي له سیمو څخه لیدنه وکړه.

 په یادو سیمو کې د کابل ښاروالي کارمندان د پارکونو او پلې تلونکو لارو شنو ساحو د خړوبولو لپاره د ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخلي او هغوی ته وویل شول چې، د دې ستونزې د هوارولو په موخه دې کوښښ وشي چې د ځمکې لاندې اوبو پر ځای د سطحې اوبو څخه د شنو ساحو د خړوبولو لپاره ګټه واخیستل شي.

 د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې له دغو سطحې اوبو څخه نمونې اخیستل شوې وي او په لابراتوار کې ټسټ شوې چې په پایلې کې د کرنې لپاره د ګټې وړ بلل شوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې له سیند څخه د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وشو

د شیرین تګاب – مینې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د شیرین تګاب ولسوالي د تیاغ کلي له سیند څخه د خلکو له لوري د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو د. . .

بیرته تګ

User account menu