د کابل عمومي حوزوي ریاست په ودانۍ کې د دوو مرکزي ریاستونو د کارکوونکو لپاره د الکترونیکي حاضري یوه پایه دستګاه نصب شوه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۲۳
1

د دغې دستګاه د پرانیستې مراسم د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن جلال‌زي، د انرژي پروژو د څارنې او ارزونې رئيس محترم الحاج مولوي فتح الرحمن منصور، د سطحي اوبو سرچینو رئيس محترم انجنیر فضل الله دراني،  د سوانحو، ډیټابیس او اجراآتو د ارزونې آمر محترم مولوي فضل الرحمن سعید او همدارنګه د کارکوونکو چارو او د معلوماتي ټکنالوژي ریاستونو د یو شمېر کارکوونکو په شتون کې ترسره شو.

ګډونوالو مسؤلینو په دغو مراسمو کې د الکترونیکي حاضري سیسټم نصب او فعالولو موخه په اداري چارو کې د نظم او انضباط غوره‌والی، د روڼتیا لوړوالی او په کابل عمومي حوزوي ریاست کې مېشت د دوه مرکزي ریاستونو( د انرژي څارنې او ارزونې ریاست او د سطحي اوبو سرچینو ریاست) د کارکوونکو پر شتون او نه‌شتون باندې اغېزمن کنټرول وبلل.

همدارنګه، هغوی ټینګار وکړ چې د کارکوونکو د چارو د مدیریت په برخه کې د الکترونیکي سیسټمونو پلي‌کول د اداري بهیرونو د عصري‌کولو، د کارکوونکو د حاضري د معلوماتو د کره ثبت، د لاسي لاسوهنو د کمولو او په کاري چاپیریال کې د حساب‌ورکونې کچې د لوړولو په لور یو اړین ګام بلل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې  د الکترونیکي حاضري پلي‌کول، د اداري چارو په آسانتیا، د روڼتیا پیاوړتیا، د وخت مدیریت غوره‌والي او د کارکوونکو کاري اغېزمنیا لوړولو په برخه کې اغېزمن رول لوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu