د کابل ولایت د چهاردهي د ولسي شورا غړو سره لیدنه

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۱۶:۲۲
123

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، انجینر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت د چهاردهي د ولسي شورا یو شمېر غړو او مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د کابل ښاریانو د څکلو د اوبو او د شاتوت للندر د اوبو لګونې د بند د پروژې په ستونزو باندې خبرې وکړې.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د چهاردهي ولسي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ډير ژر به د شاتوت بند د استملاک ستونزه حل شي او عملي چارې به یې پيل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوګر ولایت د التمور کانال د اوبو ټولنې رئيس او غړي وټاکل شول

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزه کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنې د جوړېدو په موخه یوه ناسته د دغې حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

بیرته تګ

User account menu